خامنه يي : ایران د وروستیو پيښو د قابو کولو سره دښمن ته ستره ضربه ورکړه

د ایران دیني  رهبر  آیت الله علي خامنه يي  وویل چې  په هیواد کې وروستۍ مظاهرې  د خلکو لخوا ندې ترسره شوي  بلکې  دا د امنیت مسئله وه.

1309469
خامنه يي : ایران د وروستیو پيښو د قابو کولو سره دښمن ته ستره ضربه ورکړه

 

هغه  په پلازمینه تهران کې د سوداګرو سره  په غونډه کې د تیلو د بیې د لوړیدو له امله د تیرې جمعې راهیسې د پیل شوو مظاهرو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل " دوست  او دښمنان دې  پدې ښه پوه شي چې پدې وروستیو کې په هیواد کې په رامنځته شوو پیښو کې مو  دښمن ته هم  د امنیتي او هم  د سیاسي پلوه  ډیره  ستره ماتې ورکړه او انشاالله چې په اقتصادي برخو کې به يي هم  مات کړو."

هغه وویل چې  پدې وروستیو کې پر ایران د لګیدولو تحریمونو او بندیزونو کچه لا پسې  لوړه شوې ده   او ددې  تحریمونو د پایته رسیدو په اړه هیلې  بې ځایه دي.

هغه زیاته کړه " د هیواد د اقتصادي ستونزو د پایته رسیدو په خاطر  د تحریمونو  د پورته کیدو او پایته رسیدو او د امریکا موجود  ولسمشر د بدلیدو په اړه هیلې او انتظار  یو بې ځایه او بې ګټې کار دی. هغه چا چې ددې تحریمونو نه  سرغړونه کړې ده  په کار يي برکت  خو  اصلي مسئله داده چې هیواد باید ددې تحریمونو نه په امان کې وساتو. هیواد  دومره قوي  او غښتلی کړو چې دا ډول تحریمونه پرې  د ذرې په اندازه  تاثیر ونکړي."

خامنه يي ویلي دي چې نن ورځ د نړۍ ټول هیوادونو د اقتصادي ستونزو او مسایلو له امله د یو بل سره په جګړه کې ښکیل دي او د ټرمپ په دوره کې  دا جګړه  چین، سویلي کوریا ، اروپايي هیوادونو او نورو سیمو ته هم وغځیده.

هغه د ایراني  سوداګرو او پانګه والو نه په هیواد کې خپل ټول  پام  او توجه  تولیداتو ته د راګرځولو غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه