ایران  یو ځل بیا  زورورې  زلزلې ولړزو.

د ایران د روی در په ښار کې زلزله وشوه

ایران  یو ځل بیا  زورورې  زلزلې ولړزو.

 

د ایران په سویل کې  د هرمزګان د ولایت اړوند  د روی در  په ښار کې  رامنځته شوې ده .

د تهران  پوهنتون  د زلزله پیژندنې  مرکز  ویلي دي چې  دا زلزله  په ځايي وخت  د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او لسو دقیقو  د هرمزګان ولایت اړوند د روی در په ښار کې رامنځته شوې ده .

یاد شوي مرکز  د زلزلې  شدت  د ریشتر په کچه  ۵ عشاریه ۴ ښودلی دی.

ویل کیږي دا زلزله  د مځکې لاندې په ۱۶ کیلومترۍ کې  رامنځته شوې ده . پدې زلزله کې چاته  ځاني او مالي زیان ندی اوښتی.


پيوندونه: زلزله , ایران

اړوند خبرونه