خامنه يي د امریکا او ایران ترمنځه د اختلافاتو اصلي سبب په ډاګه کړ

د ایران  دیني  رهبر ایت الله علي خامنه يي  د تهران او واشنګټن  ترمنځه  د اختلافاتو د اصلي سبب په اړه معلومات ورکړل.

1299621
خامنه يي د امریکا او ایران ترمنځه  د اختلافاتو اصلي سبب په ډاګه کړ

 

د ایران دیني  مشر  خامنه يي وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځه  د اختلاف  اصلي سبب په ۱۹۷۹ میلادي کال  په تهران کې د امریکا د سفارت ودانۍ  اشغالول  ندي  بلکې دا اختلاف  په ۱۹۵۳ کال کې د لومړي وزیر محمد مصدق د حکومت د ړنګولو نه  پيل شوي دي.

هغه دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې   لیسې  او پوهنتون  د زده کوونکو سره  په لیدنه کې وکړې. هغه دلته  د ۱۹۷۹ میلادي کال د نوامبر په ۴مه نيټه په تهران کې د امریکا د سفارت د اشغالولو په اړه  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې په ۱۹۶۴ میلادي کال  په ایران کې  د وخت امریکايي پلوه  حکومت  د ایران د انقلاب  رهبر خمیني  د هیواد نه تبعید کړ. هغه وویل چې واشنګټن د هغه وخت  اوس  ډیر ضعیفه شوی دی.

خامنه يي وویل چې  بعضې کسان  تاریخي  تحریفوي  او وايي چې  د ایران او امریکا ترمنځه  اختلافات  په ۱۹۷۹ میلادی کال کې په تهران کې د امریکا د سفارت د اشغال سره  پیل شوي دي خو دا ادعا  غلطه ده. د ایران او امریکا ترمنځه  اختلافات  په ۱۹۵۳ کال کې د کودتا  سره  پیل شوي وو. امریکا  هغه وخت د ایران خلک  د یو فاسق ، فاسد  رژیم  او حکومت  پورې محکوم کړي وو.

خامنه وویل چې امریکا  ۴۱ کاله کیږي چې  د ایران سره  دښمني کوي او دا دښمني پټه هم  نکوي  په ښکاره يی کوي. ایران د امریکا ددې دښمنۍ په مقابل کې  چپه خوله ندی پاتې شوی  او ایران د واشنګټن اداره  تل په خپلو پلانونو کې ماتې کړې ده . هغه وویل چې  امریکا  ډیره هڅه وکړه چې یو ځل بیا به په ایران کې نفوذ وکړي خو  پدې بریالی نشو. مونږ به هیڅوخت اجازه ورنکړو چې امریکا خپلې دې موخې ته ورسیږي.

هغه وویل چې د امریکا سره  مذاکراتو  لکه څرنګه چې تر ننه پورې کومه مثبته نتیجه  نده ورکړې ددینه وروسته به هم  ښه نتیجه ورنکړي.

هغه وویل  هغه کسان چې د امریکا سره د مذاکراتو غوښتنه کوي او وايي چې ټولې ستونزې به د مذاکراتو سره حل  شي، ستره خطا او اشتباه کوي . سل په سلو کې استباه کوي. ځکه چې د امریکا سره د مذاکراتو نه  هیڅوخت  مثبته نتیجه نشو ترلاسه کولای.

ځکه چې هغوې هیڅوخت چاته  کوم امتیاز نه ورکوي. هغه وویل که چیرې د امریکا سره مذاکرات هم  ترسره شي  پر ایران لګیدلي بندیزونه به کم نشي.

همداشان هغه په خپلو څرګندونو کې  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون نه  د ډير ساده  او امریکا د همکار په توګه یادونه وکړه. هغه وویل لکه څرنګه چې مونږ په بیهوده توګه  د اتومي  تړون انتظار وکړ  د اروپایانو  لخوا هم  د څه شي تمه کول  بیهوده خبره ده . ددوې نه انتظار کول  د وخت ضایع کول  دي



اړوند خبرونه