د پاکستان پدې ښار کې په څه کم په لسو میاشتو کې ۷۰۳ ماشومان مړه شوي دي

د پاکستان  تر ټولو په فقیر  د تارپارکر  په ښار کې په تیرو لسو میاشتو کې  ۷۰۳ تنو ماشومانو د بې وزلۍ ، کافي توګه د خوړو د نه رسیدو او ناروغیو په پایله کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

1299831
د پاکستان پدې ښار کې په څه کم په لسو میاشتو کې ۷۰۳  ماشومان مړه شوي دي

 

دا څرګندونې  د پاکستان د سند ایالت د روغتیا وزارت کړي دي. د سند ایالت د روغتیا وزارت  د تارپارکر  په ښار کې  د دولتي روغتیايي ادارو  د شمیرو  له مخې  ویلي دي چې د روان کال  د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه  پدې ښار کې  ۷۰۳ تنو ماشومانو  په کافي توګه د خوړو د نه رسیدو، فقر  او بې وزلۍ او ناروغیو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

یواځې  د اکتوبر په میاشت کې پدې ښار کې ۸۴ تنه ماشومانو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

پدې ښار کې  تیر کال  ۵۰۵ تنو ماشومانو ژوند  د لاسه ورکړی وو.

خو  تیر کال  بیا  دا رقم  تر ټولو لوړې کچې ته  لوړ  شوی دی. تیر کال پدې ښار کې  ډیره سخته وچکالي هم  رامنځته شوې وه.

دا ښار  د پاکستان تر ټولو د غریبو او بې وزله ښارونو په توګه  یادیږي.

دا ښار چې د هندوستان سره په پوله کې پروت دی  د ملګروملتونو سازمان  د شمیرو له مخې  د تارپارکر  ښار  کې  ۱ نقطه  ۶ میلیونه  تنه  ژوند  کوي  چې  ۸۷ سلنه يي په ډیر بې حالت کې قرار لري.



اړوند خبرونه