عمران خان د ایران د دیني رهبر سره ولیدل
د ایران دیني مشر علي خامنه يي ویلي « که چیرې په یمن کې روانه جګړه په سالم شکل سره پایته ورسیږي دا به په سیمې هم ډیرې مثبتې اغیزې وکړي. »
د ایران د دیني مشر د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ایران دیني مشر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته راغلی دی د ولسمشر حسن روحاني په ګډون لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د سیمې د مهمو پرمخګتونو په اړه خبرې وشوې.
خامنه يي پدې لیدنه کې د یمن د جګړې په اړه ویلي دي چې « ایران ډیر وخته د یمن د جګړې د پایته رسولو په خاطر یو ۴ ماده ایز پلان ټولو ته وړاندې کړی وو. »
هغه ویلي دي که چیرې په یمن کې روانه جګړه په سالم شکل سره پایته ورسیږي دا به په سیمې ډیرې مثبتې اغیزې وکړي.
د ایران دیني رهبر ویلي دي چې د سیمې د هیوادونو او خلکو پر وړاندې هیڅډول دښمني او کینه نلري بلکې هغوې د امریکا د غوښتنې له مخې زمونږ سره دښمني او کینې کوي. هغوې زمونږ پر خلاف خصمانه فعالیتونه کوي.
د ایران دیني رهبر ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې « ایران به هیڅکله هم د جګړې پیلوونکی طرف نشي او که چیرې څوک د ایران پر خلاف د جګړې اعلان کوي هغه به پرته د شکه چې پخپل دې عمل پښیمانه کړي.»
د ویلو ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ایران او سعودي عربستان ترمنځه د موجودو ستونزو د حل په خاطر د منځګړي په توګه ایران ته راغلی دی. هغه به د روانۍ اونۍ په دننه کې د سعودي عربستان پلازمینه ریاض هم سفر وکړي.
د ویلو ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تیره میاشت په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومۍ اسمبلۍ په چوکاټ کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې ویلي وو چې د هغه نه د ایران او سعودي عربستان ترمنځه د منځګړتوب غوښتنه شوې ده .
هغه امریکا ته د سفر نه مخکې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او په نیویارک کې بیا د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره لیدنه کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې د سعودي عربستان سره د منځګړي په واسطه او حتا مخامخ هم هر ډول تماس ته چمتو دي.