د ایران د ولسمشر ورور په ۵ کلونو بند محکوم شو
د ایران د ولسمشر حسن روحاني ورور حسین فریدون چې یوه دوره يي د دده د سلاکار په توګه دنده درلوده د درغلیو په تور په کلونو بند محکوم کړی شو.
1279643
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې د حسن روحاني ورور حسین فریدون د مې په میاشت کې د درغلیو په تور په ۷ کلونو بند محکوم شوی وو چې دا ځل د محکمې لخوا ۷ کلونه په پنځو کلونو واړول شو.
د ایران د قضايي ارګانونو ویاند ویلي دي چې حسین فریدون د ۱۹۸۶ او ۱۹۹۷ کلونو ترمنځه د دندې پر مهال په ډول ډول درغلیو او د یو بانک رئیس په خپل امر د مقررولو په تور تورن دی
د ویلو ده چې د ایران د ولسمشر ورور حسین فریدون د نوموړو تورونو له امله زنداني شوی هم وو چې وروسته بیا په ضمانت خوشې شو.
د بله پلوه د ولسمشر روحاني پلویان په فریدون لګیدلي تورونه ټول سیاسي او بې بڼسټه تورونه بللي دي.
چې د ایران ولسمشر حسن روحاني تخلص فریدون وو چې د ۱۹۷۹ د اسلامی انقلاب نه لږ مخکې په روحاني بدل کړ.