د پاکستان په ازاد کشمیر کې زلزلې په لسګونو تنه ټپیان کړل
د پاکستان د ازاد کشمیر او جهلم په سیمو کې یو ځل بیا زوروره زلزله رامنځته شوه.
1276871
د پاکستان د مځکپیژندنې ادارې د معلوماتو له مخې زلزله د ازاد کشمیر د میرپور ښار د هاهنګ ککري او شاوخو سیمو کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي پدې زلزله کې هم په لسګونو تنه ټپیان شوي دي.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې زلزله کې نږدې ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
د میرپور ښار د پولیسو مشر ویلي دي چې د ننۍ زلزلې ۶۳ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ویل کیږي دې زلزلې مالي زیانونو هم اړولي دي.
د ویلو ده چې ازاد کشیمر تیره ورځ هم د زلزلې تکانونو ولړزوله.
د یادولو وړ ده چې دوه ورځې مخکې د پاکستان د خیبرپښتونخوا او پنجاب ایالتونو په یو زیات شمیر ښارونو کې د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۸ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې وه چې په پایله کې ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او په ۶۱۴ تنه نور ټپیان شوي وو.