د پاکستان او هند ترمنځه  د کشمیر  د کنټرول په کرښه کې  نښته شوې ده .

د پاکستاني او هندي سرتیرو ترمنځه نښته شوې ده

1255704
د پاکستان او هند ترمنځه  د کشمیر  د کنټرول په کرښه کې  نښته شوې ده .

 

د پاکستان  د پوځ  د عامه اړیکو  دفتر  ویلي دي چې  د کنټرول په کرښه کې د هندي ځواکونو  په ډزو کې  یو تن  ۶ کلن ماشوم په ګډون  درې تنه  وژل شوي دي چې  پاکستاني ځواکونو  په هندي پلو ځوابي بریدونه کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې  هندي ځواکونو یو ځل بیا  د اوربند نه  سرغړونه کړې او په پاکستاني  پلو يي  بریدونه کړي دي چې پاکستاني ځواکونو په مقابل کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

د هندي ځواکونو  د برید په ځواب کې پاکستاني ځواکونو  د هندي ځواکونو په پوستو ځوابي بریدونه کړي چې په پایله کې  د یو تن هندي افسر په ګډون  ۶ تنه پوځیان  وژل شوي  او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

پدې بریدونو کې د هندي سرتیرو پوستې هم  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه