د پاکستان د دیر په سیمه کې چاودنه شوې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبرپښتونخوا ایالت اړوند د دیر په سیمه کې چاودنې لسو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
1254532
د سیمې نه ځايي مقاماتو په وینا چاودنه پرون د بره دیر د شرینګل په سیمه کې رامنځته شوې ده .
پدې پيښه کې ۴ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې د پولیسو مشر میا نصیب جان خبري رسنیو ته ویلي دي چې د بره دیر د شرینګل په سیمه کې په یو موټر د سړک په غاړه ځای په ځای شوی ماین وچاودید.
هغه ویلي دي چې په چاودنه کې موټر په کامله توګه له منځه تللی او د موټر د سپرلۍ نه ۴ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.