هندي ځواکونو په پوله کې پر پاکستاني ځواکونو برید کړی

هندي ځواکونو  د پاکستان سره په پوله کې  د کنټرول په کرښه کې پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې ۳ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.

1253075
هندي ځواکونو په پوله کې پر پاکستاني ځواکونو برید کړی

 

دا خبره  د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر کړې ده .

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې هندوستان د کشمیر مسئلې ته د خلکو پام  بل لوري ته د اړولو په خاطر  د کنټرول په کرښه کې د پاکستاني ځواکونو  پر پوستو  برید کړی چې په پایله کې ۳ تنو پاکستاني پوله ساتو ژوند د لاسه ورکړ.

په بیان کې راغلي دي چې پاکستاني لوري هم  په هندي لوري ځوابي بریدونه کړي چې په پایله کې ۵ تنه  هندي سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

په ځوابي بریدونو کې د هندي ځواکونو ځینې پوځي پوستې هم له منځه وړل شوي دي.

په بیان کې ویل شوي دي چې په سیمه کې وخت نا وخته  د دواړو خواوو ترمنځه په یو بل ډزې کیږي.


پيوندونه: #برید , #کشمیر , #پاکستان

اړوند خبرونه