د پاکستان د کوټې په ښار کې د پولیسو د تاڼې ترڅنګ چاودنه وشوه.
په کوټه کې پر پولیسو چاودنه وشوه
1245124
د پاکستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د کوټې ښار د باچا خان په چوک کې د سټي تاڼې ترڅنګ شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې درې تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د برید هدف د پولیسو موټر وو . چاودنې د پولیسو د موټر سربیره په سیمه کې یو زیات شمیر نورو موټرو او موټرسایکلو ته زیان اړولی دی.
پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي ټپیان او مړي روغتون ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.