ایران ویلي دي چې دویمه اټومي بټۍ جوړوي.
دا خبره د ایران د اټومي انرژۍ رئیس علي اکبر صالحي وکړه.
1243252
هغه وویل چې په راتلوونکي میاشت کې به د دویمې اټومي بټۍ د بڼسټ ډبره کیښودل شي.
صالحي د دولتي رسنیو سره په مرکه کې وویل چې دویمه اټومي بټۍ به هم د بصرې خلیج په څنډه کې د بوشهر په ولایت کې جوړه شي.
هغه زیاته کړه چې د راتلوونکي میاشتې په نیمايي کې به په بوشهر کې د دویمې اټومي بټۍ د بڼسټ ډبره کیښودل شي. دا بټۍ به د ۶ کالو په دننه کې په فعالیت پیل وکړي. هغه زیاته کړه چې ۸ کاله وروسته به د دریمي اټومي بټۍ لپاره پوره چمتو شو.
هغه د اراک ریکتور د نوي کولو د چارو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د اټومي تړون نه د وتو نه وروسته د انګلستان او چین سره پدې برخه کې همکاري دوام لري. چارې په ډیره ښه توګه پر مخ روانې دي.