ایران منځ واټنه بالستیک توغندی اوزمایه.
ایران ۱۳۰۰ کیلومتره واټنیز بالستیک توغندی وازمایه
د امریکا د سي ان ان تلویزیون د امریکا د دفاع وزارت د یو تن جګپوړي چارواکي له قوله لیکلي دي چې ایران پورن د هیواد په سویل کې منځ واټنه بالستیک توغندی ازمایلی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د ۱۳۰۰ کیلومترو په واټن د شهاب ۳ په نامه دا توغندی د هیواد د سویل نه توغول شوی چې د ۹۶۵ کیلومتره واټن نه وروسته د پلازمینې تهران ترڅنګ په یوې دښته کې غورځیدلی دی.
امریکايي چارواکي ویلي دي چې د ایران د شهاب ۳ په نامه دا توغندي په سیمه کې د امریکا پوځي هډو ته هیڅډول کوم ګواښ نشي مخامخولی خو ایران ددې ډول ازمایښتونو سره غواړي چې د بالستیک توغندیو واټن او د تخریب توان او ظرفیت لوړ کړي.
د بله پلوه یو تن بل امریکايي چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي د فوکس نیوز تلویزیون ته ویلي دي چې مونږ د ایران لخوا د نوي توغندي د ازمایښت په اړه پوره او کافي معلومات لرو خو دم ګړۍ پدې اړه څه نشم ویلې.
ایران هم د مسئلې په اړه څه ندي ویلي.