په پاکستان کې سیلاونو او آسماني تندر ۲۲ تنه وژلي دي

د پاکستان  د ازاد کشمیر په سیمه کې  د سیلاونو او آسماني تندر د غورځیدو په پایله کې په لسګونو تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

1236018
په پاکستان کې سیلاونو او آسماني تندر ۲۲ تنه وژلي دي

 

د ازاد کشمیر د مظفرآباد د  وادي نیلم  په سیمه کې  د ډیرو زورور باراونو د اورښت په پایله کې د راوتو سیلابونو او آسماني تندر د غورځیدو په پایله کې  لږ تر تر ۲۲ تنه مړه ، ۷ تنه ټپیان او ګن شمیر کسان لا درکه شوي دي.

د آزاد کشمیر د ځايي چارواکیو په وینا  پیښه  د مظفرآباد په ۷۰ کیلومترۍ کې  د وادي نیلم د لیسوا په بره کلی کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي  په سیمه کې  د ډیرو زورورو بارانونو  د اورښت په پایله کې د راوتلو سیلاونو له کبله  یو جومات  او یو زیات شمیر کورونه  نړیدلي دي.

د جومات د چپه کیدو په پیښه کې  ۱۸ تنه تبلیغاتو  ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان څلور تنو نور د سیمې خلکو هم  ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سیمې  د پولیسو مشر ویلي دي چې  دا تبلیغیان د فیصل آباد نه  د تبلیغ په موخه دې سیمې ته راغلي وو.

د مظفر آباد د پولیسو مشر ویلي دي چې  ددې سیلاونو په پایله کې  ۵۰ کورونه  او دوکانونه په کامله توګه  له منځه تللي دي او تر سلو ډیرو کورونو او دوکانونو ته  زیان اوښتی دی.

ویل کیږي  پدې سیلاونو کې ۱۲ موټرې هم  لا درکه شوي دي.

هغه ویلي دي دا چې دا سیمه  یوه غرنیزه  سیمه  ده  د ټيلیفون او انټرنټ اسانتیاوې پکې  شتون نلري د همدې امله  د ځاني او مالي زیانونو په اړه  کافي معلومات هم  په لاس کې نشته.

ویل کیږي  پدې سیلاونو کې ځینې کسان لا درکه شوي دي چې د موندولو په خاطر يي د پلټنې عملیات پیل شوي دي.

د سیمې د پولیسو مشر ویلي دي چې  د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې  د چا مړی  ندی موندل شوی .

د بله پلوه  په مظفرآباد کې  په ټرافیکي پيښو کې هم  ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي مظفر آباد  ته نږدې  د یادګار په  سیمه کې  یو مساپروړونکی  موټر د نیلم سیند ته  غورځیدلی دی. پدې پيښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان په میرپور کې هم  په یوې ټرافیکي پيښه کې  دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.



اړوند خبرونه