د ایران د استخباراتو مشر امریکا سره مذاکراتو احتمال په ګوته کړ

د ایران د استخباراتو رئیس  محمود علاوي  وویل  د   دیني رهبر ایت الله علي خامنه يي  د اجازې ورکولو په صورت کې  د واشنګټن د ادارې سره مذاکراتو ته حاضر دي.

د ایران د استخباراتو مشر امریکا سره مذاکراتو احتمال په ګوته کړ

 

د ایران رسمي اژآنس  ایرنا  د خبر له مخې  دا خبره   د ایران د استخباراتو رئیس  محمود علاوي  په مازندران  ولایت کې کړې ده . هغه ویلي دي چې  علاوې په مازندران ولایت په یو پروګرام کې د خپلې وینا په ترڅ کې د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو  بندیزونو  او په اړیکو کې د موجودو  جنجالونو په اړه ارزونې وکړې.

علاوي  ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي چې ددې بندیزونو سره  پر ایران  فشارونه وارد کړي. هغه ویلي دي که چیرې  د امریکا  موجودو  بندیزونو ته  وګورو  دې بندیزونو  امریکا ته د ګټې پر ځای  لا ضرر کړی دی. دې بندیزونو د ایران خلک  لا پسې یو موټی  او متفق کړل.

هغه  د واشنګټن ادارې سره  د مذاکراتو د احتمال په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل  که چیرې امریکا ولسمشر  پر ایران لګولي بندیزونه  لرې کړي  کیدای شي چې ایران پدې خبرې  فکر وکړي. همداشان  د ایران د دیني رهبر  علي خامنه يي د اجازې په صورت کې  د واشنګټن سره  مذاکراتو ته پیلولو ته  چمتو یو.

هغه وویل چې د امریکا  ولسمشر ټرمپ  څو ځلې د ایراني چارواکیو سره  د لیدنې  تقاضا کړې ده خو دیني رهبر  دا  غوښتنه رد کړې ده . دیني رهبر وايي چې  پر امریکا  اعتماد کول ناسم  کار دی ځکه چې دوې بې اعتماده دي.

د ایران دیني مشر د امریکا سره مذاکرات  رد کړي دي.

د بله پلوه  د ایران ولسمشر حسن  روحاني هم  ویلي وو چې  امریکا  باید  د ایران سره د مذاکراتو د پیلولو په خاطر لومړی  ټول  تحریمونه  لرې کړي. وارد کړي فشارونه باید  له منځه یوسي.


پيوندونه: مذاکرات , ایران , امریکا

اړوند خبرونه