د پاکستان د آزاد  کشمیر  په سیمه کې په  پاکستاني پوځیانو  چاودنه وشوه.

په پاکستاني پوځیانو خونړۍ چاودنه وشوه

د پاکستان د آزاد  کشمیر  په سیمه کې په  پاکستاني پوځیانو  چاودنه وشوه.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو  ادارې  ویلي دي چې  دا پیښه د آزاد کشمیر  د برناله  په سیمه کې رامنځته شوې ده .

پدې پیښه کې  پنځو تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی  او یو تن بل ټپي شوی دی.

د چاودنې نوعیت  تر اوسه پورې معلوم  ندی خو په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.

پاکستان  ویلي دي چې دا اسناد او شواهد  ترلاسه شوي دي چې دا برید  د هندوستان تر حمایت لاندې  د ترهګرو لخوا شوی دی.



اړوند خبرونه