جواد ظریف د ټرمپ ګواښنو ته ځواب ووایه
ظریف : امریکا د ایران د لمنځه وړو ظرفیت او توان نلري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د وروستیو تهدیدونو په ځواب کې وویل چې « امریکا د ایران د محوه کولو او له منځه وړولو ظرفیت نلري .»
ظریف په پلازمینه تهران کې د سي ان ان تلویزیون د خبریال سره په مرکه کې د ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ولسمشر ټرمپ ویلي دي ایران له منځه یوسو داسې وویل ، ټرمپ د ایران په اړه په واقعیت سره چې خطا شوې شوی دی.
« امریکا د ایران د لمنځه وړو ظرفیت او طاقت نلري. د منع شوو وسلو یعنې د ټولیزو وژنو وسلو نه د کار اخیستو پرته د امریکا دا ظرفیت او توان نلري. »
ظریف وویل چې ایران د هر ډول بریدونو په مقابل کې پوره تیاری لري. هغه وویل چې ددې سره سره هم مونږ د جګړې پلوي نه یو.
ظریف وویل چې ولسمشر ټرمپ باید د اتلسمې پيړۍ پیښې رایادې کړي. همداشان د ملګروملتونو د سازمان معاهده چې له مخې نور هیوادونه په جګړې ګواښل منع شوي او یو غیرې قانوني عمل دی په یاد کړي.
ظریف وویل چې پدې وروستیو اونیو کې د امریکا لخوا د ایران په مقابل کې اوچت شوي ګامونه په ټوله معنا سره تحریک امیزه ګامونه دي. په ځانګړې توګه د ایران په دیني رهبر ایت الله علي خامنه يي بندیزونه لګول.
دا ګام په اصل د ایران ټولو خلکو ته ښکاره سپکاوی دی.
جواد ظریف د اټومي تړون په اړه د تهران د پریکړې په اړه چې پړاو په پړاو به يي وځنډوي وویل « ایران د اټومي تړون په برخه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ شمیرې پریکړې لخوا ورته د ورکړ شوو حقونو نه استفاده کوي.»