د امنیت په شورا کې د ایران په اړه په جوړه شوې غونډه کې د ایران استازي ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه

د ملګروملتونو سازمان د امنیت په شورا کې د ایران په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې  په ملګروملتونو سازمان کې د ایران دایمي استازي ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

1224555
د امنیت په شورا کې د ایران په اړه په جوړه شوې غونډه کې د ایران استازي ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه

 

په ملګروملتونو سازمان کې د ایران دایمي استازي  مجید تحت روانچي  د امنیت په شورا کې د ایران په اړه په جوړه شوې غونډه کې دې ته د ګډون د اجازې د نه ورکولو په اړه سخت غبرګون  وښود.

تخت روانچي  وویل چې  د امریکا په غوښتنه  د امنیت شورا د ایران په اړه  ځانګړې غونډه  جوړه کړه  خو پدې غونډه کې  ایران ته د ګډون حق ورنکړ شو.

هغه دا څرګندونې  د ملګروملتونو په سازمان کې پداسې حال کې خبري غونډې ته وکړې چې  د امنیت په شورا کې د ایران په اړه غونډې دوام  درلود.

هغه وویل د یو داسې هیواد په توګه  هوايي حریم يي  د دوو جاسوس امریکايي الوتکو لخوا اخلال شوی او تیری پرې شوی دی  پدې غونډه کې ګډون  زمونږ  مسلم حق  دی. دا د ملګروملتونو د تړون  له مخې زمونږ  حق  دی.

هغه وویل چې پدې غونډه کې د ګډون په خاطر د ملګروملتونو د امنیت شورا ریاست ته  خپله غوښتنه وړاندې کړې ده  خو له بده مرغه چې  پدې غونډه کې د زمونږ د ګډون مخه نیول شوې ده . نن ورځ  امریکا د امنیت شورا ته د مسئلې په اړه یو پلوي معلومات ورکوي. امریکا  د امنیت د شورا د غړیتوب د صلاحیتونو نه  ناوړه استفاده کوي  او په شورا کې د ایران پر خلاف د خپلو سیاستونو  د عملي کولو په خاطر  شورا غلطه سوقوي.

تحت روانچي وویل چې  د امریکا اړوند بې پیلوټه الوتکه  د ایران هوايي حریم ته راداخله شوې وه    او د ایران  لخوا  د هیواد د هوايي حریم  دننه ویشتل شوې ده. هغه وویل چې پدې اړه  په لاس کې کره اسناد او شواهد لري چې  امریکا هیڅوخت ترینه انکار کولی نشي.

هغه وویل چې  ایران  امریکايي جاسوس ډرون  الوتکه  د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې ویشتې ده . ایران دا کار د ملګروملتونو تړون په چوکاټ کې د خپل ځان نه د دفاع د حق د کارولو  په چوکاټ کې  کړی دی.

هغه د امریکا لخوا د هرمز په تنګي کې  د تیلو په لیږوونکو  کښتیو  د برید پړه پر ایران د اچولو په اړه هم  ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې  د امریکا دا ادعاګانې  په کلکه توګه ردوو. هغه وویل تاسې پخپله فکر وکړۍ  پداسې حال کې چې د جاپان  لومړی وزیر شینزو ابې  په ایران کې جګپوړو مقاماتو سره په لیدونو بوخت وو  د ایران لخوا ددې هیواد اړوند  په کښتیو  برید کوم عقل او منطق  مني. ایا دا کار  به ایران ته څه ګټه ولري؟

هغه وویل چې ایران هر ډول مذاکراتو ته  چمتو  دی  او خبره  يي د ملګروملتونو سرمنشي ګوتریس ته هم  کړې ده .

هغه وویل چې  مذاکراتو ته باید زمینه برابره کړی شي  او دا زمینه  د امریکا پورې تړلې ده .



اړوند خبرونه