ایران امریکا متحده ایالتونو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور یو تن اعدام کړ.
ایران یو تن په دار وځوړو
1223518
د ایران د وسله والو ځواکونو پوځي محکمې ویلي دي چې د امریکا استخباراتو او حکومت ته د جاسوسۍ په تور د اعدام په سزا محکوم شوی د ایران د دفاع وزارت د فضايي چارو د ادارې کارکوونکی جلال حاجي زیور د پلازمینې تهران شمال لویدیځ کې د کرج په سیمه کې د رجايي شار په زندان کې په دار وځوړول شو.
د ایران د پوځي محکمې لخوا د خپور شوي بیان له مخې زیور په ۲۰۱۰ کال کې امریکا ته د جاسوسۍ پر تور له دندې ګوښه او زنداني شو. همداشان د ترلاسه شوو دلایلو او د هغه د اعترافاتو په اساس نوموړی هیواد ته د خیانت او امریکا ته د جاسوسۍ په تور تورن کړی شو.
په بیان کې دا ندي ویل شوي دي چې د ایران پوځي محکمې زیور څه وخت په اعدام محکوم کړ. د ویلو ده چې د زیور پخوانۍ میرمن هم د جاسوسۍ په تور ۱۵ کاله په بند محکومه شوې وه.