ملګروملتونو سازمان  سعودي ژورنالست جمال قاشقچي  په اړه  راپور خپور کړ.

ملګري ملتونه : د قاشقچي د جنایت په اړه د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده هم باید وڅیړل شي

1221258
ملګروملتونو سازمان  سعودي ژورنالست جمال قاشقچي  په اړه  راپور خپور کړ.

 

دا راپور چې د ملګروملتونو سازمان د راپورترې  اګنس کالامار  لخوا جوړ شوی دی پکې ویل شوي دي چې  جمال قاشقچي د جنایت  یواځنی مسئول  سعودي عربستان دی. هغه  د سعودي عربستان لخوا پرته د محاکمې وژل شوی دی.

همداشان  په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې سعودي عربستان د ډیپلوماتیک مصئونیت د سو استعمالولو   له امله  باید د ترکیې د حکومت نه  بښنه وغواړي.

د ملګروملتونو سازمان پرته د محاکمې د جنایتونو ځانګړې راپورترې دا راپور د ډیرو زیاتو تحقیقاتو نه وروسته جوړ او خپور کړ.

همداشان په راپور کې ویل شوي دي چې  امریکا متحده ایالتونه  د قاشقچي د جنایت  د څیړولو په خاطر باید اف بي ای یا د فدرال تحقیقاتي دفتر په دنده وګماري.

په راپور کې راغلي دي چې ددې جنایت په اړه  داسې  کره اسناد او شواهد  موندل شوي دي چې  د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده  محمد بن سلمان په ګډون د جګپوړو چارواکیو باید تحقیقات وشي.

همداشان  د قاشقچي د جنایت له امله  په سعودي عربستان په لګول شوو تحریمونو کې  د نوموړي هیواد ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  او د هغه  شخصي شتمني هم  باید  داخله کړی شي.

همداشان  د ملګروملتونو  دې راپورترې ویلي دي چې  د ملګروملتونو سازمان  سرمنشي ګوتریس  هم  د قاشقچي د جنایت په اړه  د جزايي تحقیقاتو د پيلولو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه