په پاکستان کې تر ټولو د ستر مخالف ګوند د مشر زوی ونیول شو
د پاکستان د مسلم لیګ نواز د ګوند د مشر شهباز شریف زوی حمزه شهباز د تورو پيسو د سپینو او بورې په فابریکه کې د درغلیو په تور ونیول شو.
حمزه شهباز پداسې حال کې ونیول شو چې تیره ورځ د پاکستان پخوانی ولسمشر او د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري هم د درغلیو او د هیواد پيسې د جعلي بانکي حسابونو له لارې بهر ته د استولو په تور نیول شوی وو.
د لاهور ښار عالي محکمې نن د شهباز شریف د زوی حمزه شهباز د محکمې په جلسه کې په ضمانت د هغه د خوشې کولو په خاطر غوښتنه رد کړه.
حمزه شبهاز چې ددینه مخکې په ضمانت خوشې شوی وو د محکمې لخوا د ضمانت د مودې د غځولو اړوند غوښتنه رد شوه.
د لاهور ښار څارنوالۍ ادعا کړې ده چې شهباز د کورنۍ شتمني د هغوې د عوایدو نه ډیره زیاته لوړه ده. نوموړو دا شتمني د تورو پیسو د سپینولو په پایله کې ترلاسه کړې ده .
د پاکستان د ملي حساب ورکونې ادارې د عالي محکمې لخوا د حمزه شبهاز په ضمانت د خوشې کولو د غوښتنې د ردولو نه سمدلاسه وروسته هغه ونیو. تمه کیږي چې سبا د ملي حساب ورکونې محکمې لخوا د حمزه شهباز د بند حکم تایید شي.
د ویلو ده چې د پاکستان د ملي حساب ورکونې اداره د تورنو کسانو د زنداني کولو صلاحیت لري. محکمې یواځې د هغوې د حکم د تاییدولو او یا هم د ردولو مسئولیت لري.
د ویلو ده چې د شهباز شریف او حمزه شهباز د بورې په فابریکو کې د درغلیو اړوند دعوا د روان میلادي کال د اپریل په ۹ مه نیټه پیل شوې وه.
پدې دعوا کې په حمزه شهباز تور لګلیدلی دی چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ مو کلونو ترمنځه کله چې پلار شهباز شریف د پنجاب ایالت لومړی وزیر وو د خپلو فابریکو لپاره ځینې پلونه او د فاضله موادو سیستمونه د دولتي امکاناتو نه په استفادې سره جوړ کړي دي.
د حمزه شهباز په اړه د تورو پیسو د سپینو او د بورې په فابریکو کې د درغلیو څو جلا جلا دعواګانې پرانیستل شوي دي.
د پاکستان د ملي حساب ورکونې ادارې تیره ورځ د نوموړي هیواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم د تورو پيسو د سپینولو په تور ونیو.