امریکا : په ایران کې د رژیم د نسکورولو نیت نلرو

ایران : ایران د اټومي وسلې د جوړولو نیت نلري.

1209323
امریکا : په ایران کې د رژیم د نسکورولو نیت نلرو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته ځواب ووایه.

ظریف وویل چې هیواد يي  د اټومي وسلې د جوړولو  هڅه نکوي  او داسې کوم نیت هم نلري خو  امریکا د اټومي وسلې په بهانه  پر ایران  د سختو تحریمونو لګولو او ایران خلکو ته د ضرر رسولو سره غواړي چې په سیمه کې تاوتریخوالی  او ناامني رامنځته کړي.

جواد ظریف  دا څرګندونې د امریکا  د ولسمشر ټرمپ لخوا په جاپان کې د ایران په اړه د کړو څرګندونو په ځواب کې وکړې. ټرمپ په جاپان کې د ایران په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې « په ایران کې د رژیم د نسکورولو هڅه نکوي، د ایران د اټومي وسلې سره مخالف یو. نه غواړو چې ایران اټومي وسله جوړه کړي. یواځې غواړو چې دا خبره  واضحه  شي. »

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف بیا  د ټرمپ ددې څرګندونو په ځواب کې  وویل چې « د ایران دیني مشر ایت الله علي خامنه يي اوږده موده مخکې  د اټومي وسلې د منع کولو په خاطر  فتوا صادره کړې ده . د همدې فتوا له مخې ایران د اټومي وسلې د جوړولو هڅه هم  نکوي  او داسې کوم نیت هم نلري. د امریکا دا ډول  اقتصادي ترهګري پرته ددې چې د ایران خلکو ته زیان  ورسوي او په سیمه کې  بې استقراري او ناامني رامنځته کړي بله کومه ګټه نلري. ټرمپ  باید  حقیقت  د خپلو خبرو سره  نه بلکې په عمل کې  وښایو . »

د ویلو ده چې  د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ تیره ورځ خبري غونډې ته وویل چې د جاپان د لومړي وزیر شینزو ابې سره  د ایران په مسئلې خبرې وکړې. ټرمپ وویل چې  د ایران  یو زیات شمیر خلک د نږدې نه پيژني چې پ واقعیت سره  ډیر ښه خلک دي. هغه وویل چې  ایران د همدې موجودې  ادارې او مشرانو سره هم  د ډیر روښانه راتلوونکي چانس  او فرصت  لري . امریکا په ایران کې د رژیم د نسکورولو او یا بدلولو نیت نلري. امریکا یواځې د اټومي وسلې سره  مخالف  دی او نه غواړي چې  ایران اټومي وسله جوړه کړي. امریکا غواړي چې دا حقیقت ښکاره کړي.



اړوند خبرونه