د ایران د  بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وروستیو ګواښونو ته  ځواب ووایه.

د امریکا او ایران لخوا یو بل ته مقابل ګواښونه

1204939
د ایران د  بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ وروستیو ګواښونو ته  ځواب ووایه.

 

ظریف وویل چې  دې  ډول اقتصادي ترهګرۍ او د نسل وژنې  د ګواښونو  سره  ایران  لمنځه  وړلی  نشۍ.

د ویلو ده چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ  تیره ورځ ایران ته ګواښ کړی وو

( که چیرې جګړه غواړي دا به په رسمي توګه د ایران له منځه تلل وي. )

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف  د ټرمپ د ګواښ په ځواب کې وویل چې « ټرمپ  د نورو په لمڅون غواړي هغه  څه چې  د میلاد نه مخکې د ۳۲۳ او ۳۳۶ کلونو ترمنځه  د مقدونیا پاچا  اسکندر او د  موغلانو امپراتور جنګیز خان   او داسې نورو  بیا  په مختلفو وختونو کې  هڅه کړې ده  او هیڅکله هم   بریالي شوي ندي ترلاسه کړي . ټرمپ  یوه خبره  هیروي  پداسې حال کې چې دا ټول  یرغلګر لاړل  ورک شو خو ایران زرګونو کلونه کیږي چې نن ورځ هم  په ډیره قوي توګه موجودیت ته دوام  ورکوي. دا ډول اقتصادي ترهګري او د نسل وژنې ګواښونه  له منځه وړلی نشي.

ظریف  په ټرمپ  غږ کړی دی چې هیڅکله هم  د  یو ایراني د ګواښلو هڅه ونکړې، برعکس درناوی امتحان کړه  دا به ستا په ګټه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې  ټرمپ  د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جان بولتن، د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو، سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او ابو دوبۍ  د ولیعهد شهزاده محمد بن زید  په لمڅون  دا ډول  ګواښونه کوي.

د یادولو وړ ده چې  تیره ورځ  د عراق په پلازمینه بغداد کې په شنه سیمه کې د امریکا متحده ایالتونو ته نږدې  یو توغندی ولګید. ټرمپ ددې برید نه سمدلاسه وروسته  ایران وګواښه.

ټرمپ په ایران غږ وکړ که چیرې جګړه غواړي  دا به په رسمي توګه د ایران د لمنځه تلو په معنا وي.



اړوند خبرونه