په ایران کې یو ځل بیا  د جعلي  شرابو له امله ګن شمیر کسانو ژوند  د لاسه ورکړی .

د ایران د اصفهان په ولایت کې  د تیرې پنجشنبې د ورځې راهیسې  د جعلي شرابو له امله  ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ایران کې یو ځل بیا  د جعلي  شرابو له امله ګن شمیر کسانو ژوند  د لاسه ورکړی .

 

د اصفهان روغتون  مشرې طاهره جنګیز د ایران خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د وژل شوو کسانو نه ۲ تنه يي میرمنې دي. هغه ویلي دي چې  تر شلو تنو ډیر کسان  چې د جعلي شرابو له امله مسموم شوي دي په روغتون کې د تداوۍ لاندې قرار لري.

د ویلو ده چې  د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې هم  د نوموړي هیواد په لویدیځ اذربایجان ولایت کې  ۵ تنو د جعلي شرابو  څښولو  له امله  ژوند  د لاسه ورکړی وو.

همداشان  تیر کال د سپټمبر او اکتوبر د میاشتو  ترمنځه په موده کې د ایران په ۹ ایالتونو کې  ۹۷۴ تنه  د جعلي شرابو د څښولو له امله مسموم شوي وو چې په نتیجه کې ۸۵  تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

دا چې په ایران کې د الکولي مشروباتو پیر پلور منع  دی  د همدې امله  ډیری وخت  دې هیواد ته د قاچاقي لارو څخه  الکولي مشروبات  وړل کیږي.

همداشان پدې هیواد کې  ځینې کسان بیا  په کورونو او په غیرې صحي مکانونو کې په قاچاقي ډول سره  الکولي مشروبات تولید  او بازارونو ته  عرضه کوي.  



اړوند خبرونه