په تاجکستان کې په زندان کې عصیان په لسګونو تنه ووژل

په تاجکستان کې په یو زندان کې چې داعشي ترهګر پکې زنداني دي عصیان ګن شمیر کسان وژلي دي

1204312
په تاجکستان کې په زندان کې عصیان په لسګونو تنه ووژل

په تاجکستان  په  یو زندان کې چیرې ډیری پکې  د داعش ترهګرې ډلې غړي  زنداني دي او د ډیرو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي  عصیان  پیل شوی دی چې په پایله کې  ۳ تنو د ساتونکو او ۲۹ تنو  زندانیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د تاجکستان د عدلیې وزارت ویلي دي چې  عصیان  پلازمینې دوشنبې ته نږدې په یو زندان کې  چې ډيری پکې د داعش ترهګرې ډلې غړي زنداني دي رامنځته شوی دی. عصیان  هله رامنځته شو چې  د داعش ترهګرې ډلو  غړیو  د زندان په ساتونکو  برید وکړ او ۳ تنه يي د چړو په برید ووژل . همداشان  نوموړو برید کوونکو پنځه تنه زندانیان هم  د چړو په برید  وژلي دي . وروسته  امنیتي ځواکونو  په برید کوونکو  زندانیانو  مداخله وکړه چې پدې نښته کې  ۲۴ تنه  عصیان کوونکي  داعشیان ووژل شول.

د عدلیې وزارت ویلي دي چې پدې زندان کې  تر ۱۵۰۰ تنو ډیر زندانیان  شتون لري. په زندان کې حالاتو تر کنټرول لاندې راغلي دي.

عصیان  د داعش ترهګرې ډلې د پخوانیو نامتو قومندانانو نه د ګلمراد حلیموف  زوی بهروز ګلمراد  پيل کړی وو.



اړوند خبرونه