خامنه يي : د امریکا سره مذاکرات زهر قاتل دي

د ایران  دیني مشر ایت الله علي خامنه يي ویلي دي  تر کومه چې امریکا د خپل نني  دریځ  نه  لاس وانخلي  ایران به ورسره مذاکرات ونکړي. هغه وویل چې د ایران لپاره  یواځنۍ لار  د امریکا په مقابل کې مقامت کول دي.

1201476
خامنه يي : د امریکا سره مذاکرات زهر قاتل دي

 

هغه دا څرګندونې  د ایران د ولسمشر حسن روحاني په ګډون  د ټولو لوړپوړو چارواکیو سره  په روژه ماتي کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

د ایران د دیني مشر د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  علي خامنه يي  د ولسمشر حسن روحاني، ملي شورا رئیس علي لاریجاني، د قضایه قوې مشر ابراهیم رئیسي، د نظام د مصلحت د تشخیص د شورا رئیس صادق لاریجاني  په ګډون  د هیواد د جګپوړو  سیاسي او پوځي چارواکیو سره په روژه ماتي کې  لیدنه وکړه.

خامنه يي  دلته په خپله وینا کې وویل چې  ښه پوهیږي چې نه ایران  او نه امریکا جګړه  نه غواړي. ننۍ  ستونزه  په اصل کې د ارادو د ټکر له امله رامنځته شوې ده .

خامنه يي ویلي دي  چې زمونږ  اراده لا قوي ده. ایران  یو انتخاب  په مخکې لري چې هغه هم د امریکا پر وړاندې مقامت کول دي . هغه ویلي دي چې پوره باور لري چې پدې مبارزه کې به امریکا په شا ګام اوچتولو ته  مجبور شي. دا کوم پوځي مجادله نده  ځکه چې جګړه  نه ترسره کیږي.

خامنه يي  دې خبرې ته په اشارې سره ویلي دي چې پخپله په ایران کې هم  بعضې کسان  وايی چې  د امریکا سره مذاکرات کوم زیان نلري. هغه وویل  امریکا چې تر کومه  نني دریځ  نه لاس وانخلي  د هغوې سره مذاکرات  زهر قاتل دي. د امریکا د نني حکومت سره  بیا مذاکرات دوه ځلې زهر دي.

هغه ویلي دي چې مذاکرات  یعنې  د څه ورکولو په بدل کې څه اخیستل  او یا معامله کول دي. خو امریکا نن ورځ  طاقت  او قوت ازمایي.

هغه وویل چې په ایران کې د سلیم عقل خاوندان  او روند اندي  برخه  د مذاکراتو غوښتنه نکوي.

هغه وویل  امریکا غواړي چې زمونږ سره  د دفاعي وسلو په اړه مذاکره وکړي. هغوې وايي چې  د دفاعي توغندیو  واټن مو راټیټ کړۍ. په دومره  اوږد واټنه توغندیو  څه کوۍ. که چیرې مونږ پر تاسې برید وکړو  تاسې باید  زمونږ  په هډو د برید کولو توان  ونلرۍ. هغوې غواړي چې  زمونږ  سره  زمونږ  د ژورو ستراتیژیو په اړه مذاکرات وکړي. یعنې لنډه يي دا چې امریکا غواړي  پدې مذاکراتو کې د ایران لاسونه وتړي. د همدې امله  دا ډول  مذاکرات  مونږ ته کومه ګټه نه رسوي.

خامنه يي ویلي  دي چې  امریکا په خپله هم  د ډیرو سختو ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو سره لاس او ګریوان  ده. دښمن  ډير په خپلو سترګو کې ډیر مه لوی وئ. ځکه چې دومره قوي  ندی.

خامنه وویل وویل  امریکا  او اروپايي ټولنې د اسیايي هیوادونو  پر خلاف د غوره کړي سیاست سره به پخپله ضرر وکړي.

امریکايي  متخصصینو ویلي دي چې  پر ایران روان فشارونه به ددې هیواد  په یو ځل ډیرې قوي  ودې لامل وګرځي.



اړوند خبرونه