د پاکستان  د کوټې په ښار کې  پر پولیسو  چاودنه وشوه.

د پاکستان د بلوچستان ایالت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  تیره شپه  د کوټې ښار د سیټلایټ  ټاون په سیمه کې د مني مارکیټ  ترڅنګ  د پولیسو د ګزمې  د موټر ترڅنګ  چاودنه وشوه.

د پاکستان  د کوټې په ښار کې  پر پولیسو  چاودنه وشوه.

 

په چاودنه کې  ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ  او د دوو تنو پولیسو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپیان شول.

د کوټې د ښار  د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه  خبري رسنیو ته وویل چې  پدې پیښه کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی  او د ۲ تنو پولیسو په ګډون ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل چې دا برید په موټرسایکل کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو سره  د لرې نه د ریموټ کنټرول په واسطه شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې چاودنه د هغه پولیسو د ګزمې د موټر ترڅنګ شوې ده چې  په سیمه کې د تروایح د لمانځه پر مهال د جوماتونو د امنیت ساتلو په خاطر په دنده ګمارل شوي وو.

د برید نه وروسته د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې  د کوټې ښار د سټلایټ ټاون سیمه  د هغه سیمو  په کتار کې شامله ده چې وخت نا وخته پکې دیته ورته  بریدونه کیږي.



اړوند خبرونه