په ایران کې د پوځ ملي ورځ لمانځل کیږي

د ایران  وسله وال پوځ  د پوځ د ملي ورځې په مناسبت په ټول هیواد کې  رسم ګذشت د پروګرامونو د جوړولو  سره  خپل طاقت او توان  نړۍ ته نندارې ته وړاندې کړ.

1185857
په ایران کې د پوځ ملي ورځ  لمانځل کیږي
iran ordusu4.jpg
iran ordusu3.jpg
iran ordusu2.jpg
iran ordusu1.jpg

 د ایران  وسله وال پوځ  د پوځ د ملي ورځې په مناسبت په ټول هیواد کې  رسم ګذشت د پروګرامونو د جوړولو  سره  خپل طاقت او توان  نړۍ ته نندارې ته وړاندې کړ.

د ایران په پلازمینه  تهران کې  د اسلامي انقلاب د رهبر ایت الله روح الله خمیني  د مزار په مخکې  د ولسمشر حسن روحاني  او جګپوړو پوځي چارواکیو په ګډون  د رسم ګذشت مراسم جوړ شول.

د ایران ولسمشر حسن روحاني  پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  امریکا  متحده ایالتونو او اسراییلو د سیمې امنیت او استقرار د جدي ګواښونو سره مخامخ کړی دی. هغه وویل پدې سیمو کې د پيړیو پيړیو راهیسې مونږ ټول څنګ په څنګ  او په ګډه توګه  ژوند کوو تر اوسه پورې  هیڅ ډول ستونزه  نوه. مونږ ټولو به په ګډه د ورورولۍ په فضا کې ژوند کولو. د ګاونډي حقوق به رعایت کیدل. خو له بده مرغه چې نن ورځ  د امریکا او اسراییلو سیمې ته جدي ګواښونه  مخامخ کړي.

نن ورځ که چیرې په سیمه کې هره ستونزه شتون ولري ددې یواځنی مسئول او لامل امریکا او اسراییل دي.

روحاني وویل چې  امریکا  نه غواړي چې د سیمې هیوادونه قوي او په خپلو خپو ودریږي. ځکه چې امریکا  هر څه څوک چې هغوې ته  د تسلیمۍ سر ټیټ نکړي  هغه نه خوښوي.

روحاني د سیمې په هیوادونو غږ وکړ چې راځۍ په ګډه  حرکت وکړو  او سیمه  ددې اشغالګرو امپریالیستو نه وژغورو.

د ویلو ده چې  د ایران وسله وال پوځ  په پلازمینه  تهران کې د پوځي پریټ یا رسم ګذشت  د مراسمو سربیره  د هیواد په نورو  ولایتونو او بصرې پ خلیج کې هم د رسم ګذشت مراسم  جوړ کړي دي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د اپریل په ۸ مه نیټه  د ایران د سپاه پاسداران  ځواکونه  د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړل. د یران  د ملي امنیت عالي شورا هم  د امریکا د ولسمشر د پریکړې په غبرګون کې د امریکا مرکزۍ قومندانۍ اړوند ځواکونه د ترهګرو په لست کې شامل کړل.

همداشان  د روانۍ اونۍ په دننه کې د ایران ملي شورا هم  په منځني ختیځ کې د امریکا ځواکونه  د ترهګرو په توګه  اعلان کړ.



اړوند خبرونه