په پیښور کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته پایته ورسیده

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز  پیښور ښار د حیات آباد  په سیمه کې د  امنیتي ځواکونو  او ترهګرو ترمنځه  نښته  پایته ورسیده.

1184238
په پیښور کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته پایته ورسیده

 

ویل کیږي پدې پيښه کې  یو تن  پولیس  ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان  پدې پیښه کې  ۷ تنه ترهګر  هم  د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د ویلو ده چې  د امنیتي ځواکونو  او ترهګرو ترمنځه  نښته  ۱۷ ساعته مخکې پیل شوې وه چې د ټولو ترهګرو په وژل کیدو سره  پایته ورسیده.

د پیښور  پولیسو  د حیات آباد  په اوم فاز کې  د ترهګرو په اړه  راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په  یو کور  چاپه واچوله.

د پولیسو لخوا په کور د چاپې اچول کیدو نه وروسته  د ترهګرو او پولیسو ترمنځه نښته پیل شوه.

نښتې پوره ۱۷ ساته دوام  وکړ. پدې نښته کې د پاکستان  پوځیانو هم  ګډون وکړ. د ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر  پراخه عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یو تن پولیس مړ او ۳ تنه نور ټپيان شول.

سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ترهګرو  دا کور یوه میاشت مخکې په کرا نیولی دی. د کور خاوند  د هیواد نه بهر اوسیږي.

د یادولو وړ ده چې  امنیتي ځواکونو  د ټولو ترهګرو  د لمنځه وړو او عملیاتو د سرته رسولو نه وروسته  دا کور په کامله توګه  واوزو.

د پاکستان خبري رسنیو ویلي دي دا لا معلومه نده چې  کور  د امنیتي ځواکونو لخوا  د عملیاتو پر مهال  الوزول شوی  دی  که  د چاودیدونکو توکو  د چاودنې په پایله کې  الوزول شوی دی.



اړوند خبرونه