پاکستان د ځینو وزارت خانو ودانۍ پلوري

پاکستان د ځینو وزارت خانو ودانۍ پلوري

پاکستان د ځینو وزارت خانو ودانۍ پلوري

پاکستان  د نوو مالي سرچینو د موندولو په خاطر  د بعضو وزارت خانو او د وزارت خانو اړوند  د ودانیو د پلورلو پریکړه وکړه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري  د عمران خان په مشرۍ  د وزیرانو د شورا غونډې نه وروسته  خبریالانو ته وویل چې  ، د کابینې په غونډه کې د ټولو وزارت خانو نه  د غیرمنقول اموالو د لست غوښتنه وشوه.

لومړي وزیر د غوښتنې له مخې حکومت غواړي په ځانګړې توګه هغه دولتي ودانۍ چې  استعفاده ترینه نه کیږي  وپلوري. هغه وویل چې  حکومت غواړي پدې اړه یوه ګډه  پریکړه او سیاست  رامنځته کړي.

د هغه په وینا  د ځینو وزارتونو  د داخلي  مقراراتو له مخې د هغوې  د غیرې منقول  اموالو د خرڅلاو په مخ  کې  خنډونه شتون لري خو حکومت غواړي چې ددې خنډونو د لرې کولو په خاطر  یو ګډ سیاست رامنځته کړي.

هغه وویل چې  د نوموړي اقدام  سره  به  حکومت  ته  په میلیاردو  کلدارې  مالي سرچینه برابره شي.

د هغه په وینا  د وزیرانو د شورا پدې غونډه کې  د وزارت خانو اړوند د ودانیو د خرڅلاو په خاطر  د څلورو وزیرانو په ګډون د یوه کمیټه  جوړه شوه.

هغه وویل چې  د وزیرانو د شورا پدې غونډه کې د هیواد د کرنې پراختیايي پلان  د کرنۍ د ملي بیړني پلان باندې هم  خبرې وشوې.

د نوموړي  پلان په اړه معلومات  جهانګیر ترین ورکړل. هغه وویل چې  پاکستان نن ورځ د ۴ میلیاردو ډالرو کرنیز توکي واردوي. پداسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۱۵ کال کې یو نیم میلیارده وو.

هغه وویل چې یواځې په غوړیو  ۲ میلیارده ډالره په مصرف  رسیدلي دي. هغه وویل ددې پلان له مخې به په کرنیز  سکتور  ۲ میلیارده  ډالره پانګه اچونه وشي  او د پنځو کلونو په دننه کې به د بهر نه د کرنیزو توکو وارداتو کچه  د پام وړ  راټیټه شي.



اړوند خبرونه