په بلوچستان کې پر امنیتي پوستې خونړی برید شوی

د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند  د زیارت  ښار کې پر امنیتي پوستې  خونړی برید شوی دی.

په بلوچستان کې پر امنیتي پوستې خونړی برید شوی

 

د پاکستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې  د بلوچستان ایالت د زیارت ښار د سنجاوې په سیمه کې  د امنیتي ځواکونو پر پوستې  ترهګری برید شوی چې په پایله کې ۶ تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي برید کوونکو  د نوموړې پوستې د ۶ تنو  سرتیرو د وژلو نه وروسته په پوسته کې موجودې وسلې او مهمات هم  د ځان سره وړي  دي.

د زیارت ښار  امنیتي سرچینو  د پیښې پخلی کړی دی  او ویلي دي چې پدې برید کې د پوستې ټول سرتیري وژل شوي دي.

د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي. دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی.

همداشان  د پیښې نه وروسته  امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او سیمه  محاصره کړې ده .

امنیتي ځواکونو د برید کوونکو د نیولو په خاطر  د پلټنې عملیات پیل کړي دي.



اړوند خبرونه