ترکیه او ایران په ګډه پوله کې ګډ پوځي عملیات ترسره کوي.
د ترکیې او ایران پوله ساتي ګډ عملیات ترسره کوي
دا خبره د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین زولفقاري وکړه.
د ایران مرستیال د کورنیو چارو وزیر په پلازمینه تهران کې د پولو د امنیت په اړه خبري غونډې ته معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د پولو د امنیت په برخه کې مو د ترکیې سره په ګډه ځینې مهم ګامونه اوچت کړي دي.
هغه وویل چې د ترکیې او ایران پوله ساتي به د پولو د امنیت په خاطر په ګډه پوځي عملیات ترسره کړي. دم ګړۍ د پولو امنیت پوره د ډاډ وړ دی او هیڅډول ستونزه شتون نلري.
د ویلو ده چې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د مارچ په شپږمه نیټه د ایران سره د پولو د امنیت په برخه کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی وو .
هغه ویلي وو چې انشاالله د ایران سره به په ګډه د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په ګډه پوځي عملیات ترسره کړو. دا د اوږدې مودې راهیسې د ترکیې د دولت غوښتنه وو چې انشاالله پر ځای به شي.