پاکستان : د اندوس د اوبو د تړون له امله هند پر پاکستان اوبه تړلی نشي

پاکستان  ویلي دي چې  هند د اندوس د اوبو  د تړون له مخې  مجبور دی چې  دا اوبه  د پاکستان سره وویشي چې د همدې امله  دا اوبه  بندولی نشي.

پاکستان : د اندوس د اوبو د تړون له امله هند پر پاکستان اوبه تړلی نشي

 

دا خبره د پاکستان د اندوس اوبو د دایمي کمیسیون  چارواکیو  خبري رسنیو ته کړې ده. نوموړي کمیسیون  ویلي دي چې  هندوستان  تل  د اوبو په مسئله کې  ستونزې  رامنځته کوي. که چیرې هندوستان  پر پاکستان د اندوس  اوبه  وتړي  پاکستان  مجبور دی چې  نړۍوالو محکمو دروازې وټکوي.

د یادولو وړ ده چې  د هند او پاکستان ترمنځه  د وروستۍ  ناندرۍ نه وروسته  د هند ټرانسپورت، لویو لارو ، سمندري چارو اوبو او ګنج د سیند د احیا وزیر نیتین ګادکاري  ویلي وو چې  د هند حکومت  پر پاکستان د اندوس د سیند د اوبو د بندولو  پریکړه کړې ده . هغه ویلي وو چې حکومت غواړي چې دا اوبه  د جمو کشمیر  او پنجاب ایالت ته ورکړي.

هغه ویلي وو چې  د هند تر کنټرول لاندې د هغه خوړونو اوبه  به چې د پاکستان  د اندوس  سیند  ته  بهیږي  هغه به ټولې  وتړي. هند  د نوموړ اوبو  معار کولو په خاطر  یو لوی  بند  جوړ کړی دی چې دا اوبه به هلته ذخیره  او وروسته به يي  جمو کشمیر او پنجاب ایالت ته ورکړي.

د ویلو ده  چې د هند او پاکستان ترمنځه  د نړۍوال بانک پر ضمانت  په ۱۹۶۰ کال کې لاسلیک شوی  د اندوس د اوبو د تړون له مخې   د اندوس د سیند  تغذیه کوونکو  خوړنو نه د ختیځو خوړنو  کنټرول  هندوستان ته ورکړ شوی دی.

همداشان پدې تړون کې ویل شوي دي چې  هندوستان  باید  ددې اوبو یوه برخه  د پاکستان ته  وویشي. خو هندوستان  غواړي چې  دا اوبه  پر پاکستان  وتړي.

پاکستان  د هندوستان لخوا  د اندوس د سیند د تغذیه کوونکو خوړنو  د اوبو د ستنولو په خاطر  د جوړ کړي  اوبو بند له امله  د نړۍوال بانک ته  شکایت کړی وو. د همدې امله  د تیر کال  د مې په میاشت کې د نړۍوال، پاکستان او هندوستان ترمنځه په واشنګټن کې غونډه وشوه خو دا غونډه  پرته د کومې نتیجې پایته ورسیده.

پاکستان وايي چې  د هند لخوا جوړ شوي اوبو بند  دا هیواد د وچکالۍ او  سیلاونو  د جدي ګواښ سره  مخامخ کړی دی.

د پاکستان د اقتصاد شل سلنه  د اندوس د سیند په شاوخوا کې د موجودو فعالیتونو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه