په ایران کې د جعلي او بې کیفیته  شرابو  له امله  ۵ تنو نورو هم  ژوند د لاسه ورکړ.

په ایران کې د جعلي او بې کیفیته شرابو له امله د مړو شمیره لوړه شوه

په ایران کې د جعلي او بې کیفیته  شرابو  له امله  ۵ تنو نورو هم  ژوند د لاسه ورکړ.

 

د ایران په لویدیځ اذربایجان  ولایت کې د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې د جعلي او بې کیفیته  شرابو د څښولو په پایله کې  د وژل شوو کسانو شمیره  ۵ تنو ته  لوړه شوه.

د  ایران رسمي خبري اژانس ایرنا  د لویدیځ اذربایجان د ولایت د طب فاکولتې د روغتیايي خدماتو رئیس علي شرق له قوله لیکلي دي چې  پدې ولایت کې د جعلي او بې کیفیته  شرابو له امله په یوې اونۍ کې ۳۵ تنه مسموم شوي  چې ددوې له جمع نه  ۵ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې  د ۴ تنو نورو روغتیايي حالت هم  ښه  ندی.

د یادولو وړ ده چې په ایران کې د تیرو ۶ میاشتو په دننه کې  د جعلي او بې کیفیته شرابو  له امله  تر سلو تنو ډیرو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

په ایران کې چې  شراب  منع  دي ځینې کسان يي په پټه په کورونو او یا غیرې صحي  ځایونو کې شراب  تولیدوي.

د ایران د قوانینو له مخې  د شرابو پلورونکي ، پیرودونکي  او څښوونکي ته  د ۶ میاشتو نه  تر یو کال  بند  او ۸۰ دورې  جزا  ورکول کیږي.   



اړوند خبرونه