پاکستان خپل هوايي حریم پرانیست

پاکستان د فبروري په ۲۷ مه نيټه تړلی هوايي حریم له سره پرانیست

پاکستان خپل هوايي حریم پرانیست

پاکستان  چې د هندوستان لخوا پدې هیواد د هوايي بریدونو نه وروسته خپل هوايي حریم تړلی وو  له سره  پرانیست.

د پاکستان د ملکي هوانوردۍ  ادارې ویلي دي چې  د فبروري په ۲۷ مه نیټه  تړل شوی  هوايي  حریم  چې  درې ورځې وروسته يي یوه برخه پرانیستل شوې وه  نن ټول په کامله توګه  پرانیست.

د ویلو ده چې د پاکستان لخوا د خپل هوايي حریم  د تړولو نه وروسته  د اسیا او اروپا ترمنځه  ډیری  الوتنې  لغوه شوې وې او یا خو به  د لا اوږدې لارې  ایران او چین  له هوايي حریم نه تیریدې.

همداشان  د سویلي اسیا او اروپا ترمنځه د الوتنو په خاطر به  د عمان هوايي حریم نه  کار اخیستل کیده.

د یادولو وړ ده چې  د فبروري په ۱۴ مه نیټه په جمو کشمیر کې په هندي ځواکونو د خونړي ځانمرګي برید نه وروسته چې په ترڅ کې  ۴۴ تنو هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ  هندوستان  د فبروري په ۲۶ مه نیټه  د پاکستان پر خاوره  هوايي بریدونه وکړل. ددې په مقابل کې پاکستان هم  د فبروري په ۲۷ مه نیټه  د هندوستان په خاوره هوايي بریدونه وکړل او پاکستان بیا خپل هوايي حریم  د ټولو  الوتنو پر مخ وتړه.

همداشان پاکستان  د فبروري په ۲۷ مه نيټه  دوه هندي الوتکې هم  وویشتې.



اړوند خبرونه