د پاکستان او هندوستان ترمنځه تاوتریخوالی  دوام لري.

د هند او پاکستان سرتیرو په یو بل بریدونه کړي

د پاکستان او هندوستان ترمنځه تاوتریخوالی  دوام لري.

 

د ویلو ده چې د نوموړو دوو هیوادونو ترمنځه  د ډیپلوماتیکو هلو ځلو سره سره په اړیکو کې ترینګلتیا دوام لري.

د پاکستان او هندوستان پوځ د کشمیر د کنټرول په کرښه  کې  یو بل په متقابلو  بریدونو  تورنوي.

د بله پلوه  دواړو  خواوو  په یو بل  د سپکو وسلو بریدونه کړي دي.

د کشمیر نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د دواړو هیوادونو  پوله ساتو  لومړی په یو بل  د توپ او درنو وسلو بریدونه کړي او وروسته بیا نښتې د سپکو وسلو سره  دوام  کړی دی.

په نښتو کې  دواړو خواوو ځاني  زیان ندی اوښتی. پداسې حال کې چې  دواړه خواوې  یو بل  په ۲۰۰۳ کال کې د لاسلیک شوي اوربند  تړون  نه په سرغړونې  تورنوي  د بله پلوه  دواړه  د نوموړو بریدونو نه  د ځان نه  مشروع دفاع په توګه  یادونه کوي.

د ویلو ده چې  د روانې میاشتې په دویمه  نیټه  هندي ځواکونو د پاکستان تر کنټرول لاندې په سیمو د توپخانې د بریدونو سره  لږ تر لږه  دوه تنه پاکستاني سرتیري  او دوه تنه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان  هندوستان بیا ویلي دي چې  د پاکستاني سرتیرو په برید کې درې تنه ملکي وګړو  ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه