پاکستان هندي تحت الحبري چې پاکستان اوبو ته د ننوتو هڅه کوله تثبیت کړ

د پاکستان د سمندري ځواکونو قومندانۍ  ویلي دي  د هندوستان اړوند یوې تحت البحري کښتۍ  چې پاکستان اوبو ته  د ننوتو هڅه کوله  مخه ونیوله.

پاکستان هندي تحت الحبري چې پاکستان اوبو ته د ننوتو هڅه کوله تثبیت کړ

 

د پاکستان سمندري ځواکونو  د په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې  نن د سهار په ساعتونو کې د هندوستان  یوې تحت البحري کښتۍ چې  د پاکستان  اوبو ته  د ننوتو هڅه کوله  تثبت کړه.

د پاکستان اوبو ته د هندي تحت البحري کښتۍ د ننوتو مخه ونیول شوه چې  بیرته د هند اوبو ته  ستنیدو ته  اړ شوه.

په بیان کې راغلي دي  چې  د هند په لوړې تکنالوژۍ سمباله تحت البحری کښتۍ  د پاکستان له لارې  تثبیتیدل  د هند د سمندري ځواکونو لپاره ښه زیری نه وو.

په بیان کې راغلي دي چې  د پاکستان سمندري ځواکونو په ۲۰۱۶ کال کې هم  کله چې یوې هندي تحت البحري  کښتۍ د پاکستان اوبو ته د ننوتو هڅه کوله  تثبیت کړې وه او مخنیوی  ورته کړی وو.

پاکستان ویلي دي چې  د سولې د تړون  د حفاظت او روان تاوتریخوالي  د لوړولو د مخنیوي په خاطر يي  هندي  تحت البحري کښتۍ  نده  ویشتې.

دا پخپله ددې ښکارندويي کوي چې پاکستان تل  د سولې غوښتونکی دی.

په بیان کې راغلي دي چې پاکستان هم  باید  خپل سوله ایز نیت  وښايي . پاکستان پوځ د هندوستان د هر اقدام  د ځواب  توان  او طاقت لري.



اړوند خبرونه