په ایران کې ۲۸۲ تنه  د رشوت او اداري فساد له امله  ونیول شول.

په ایران کې د اداري فساد پر خلاف د مبارزې په خاطر ځانګړې محکمې جوړې کړي دي

په ایران کې ۲۸۲ تنه  د رشوت او اداري فساد له امله  ونیول شول.

 

دا خبره د تهران لوی څارنوال  عباس جعفري دولت آبادي  وکړه. هغه  خبریالانو ته  د اداري فساد په اړه د روانو تحقیقاتو اړوند معلومات ورکړل.

هغه وویل چې  د اداري فساد او مالي جرایمو په خاطر جوړ شوې شوې  ځانګړي محکمې لخوا د روانو  تحقیقاتو په ترڅ کې  تر اوسه پورې  ۲۸۲ تنه  نیول شوي دي.

هغه ویلي دي چې د نیول شوو کسانو نه  ۲۹ تنو  د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې او ۱۳ تنو نورو د پطروکیمیا په سکتور کې  درغلۍ کړي دي.

هغه وویل چې  شلو تنو چې د موټرو د وارداتو په برخه کې درغلۍ کړي دي په نږدې راتلوونکې کې به زندان ته واستول شي. همداشان  ۸۶۰ تنه  د نوموړو تحقیقاتو په خاطر  ممنوع الخروج شوي دي.

هغه وویل چې په ګمرکاتو کې  د روانو تحقیقاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۴ تنه نیول شوي دي.

د ویلو ده چې  په ایران کې د تیر کال  د اپریل په میاشت کې  ایراني کرنسۍ د ډالرو پر وړاندې  خپل ارزښت د پام وړ د لاسه ورکړ. یو ډالرو چې ۴ زره  تومنه وو  په یو ځل  ۷۵۰۰ تومنو ته  لوړ شو. ددې په مقابل کې  د ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ  حکومت د اسعارو په بازارونو کې د ډالر  بیه  ۴۲۰۰ تومنه  ثابته کړه.

ددې حالاتو نه  ځینو  کسانو ناوړه ګټه پورته کړې وه چې په اصفهان  او تهران کې  مظاهرې شوې وې.

د ویلو ده چې  اوسمهال په ازاد بازار کې د ډالرو په مقابل کې د تومن بیه  ۱۳ زرو په شاوخوا کې ده.

د ایران دیني مشر  علي خامنه  د اداري فساد  او بډو پر خلاف د مبارزې په خاطر  عدلي او حقوقي ګامونو د اوچتولو په خاطر ځانګړې محکمې جوړې کړې.



اړوند خبرونه