پاکستان هندي پیلوټ نن هندي چارواکیو ته سپاري
پاکستان نیولی هندي پیلوټ نن خپل هیواد ته تسلیموي
پاکستان د هندوستان د ویشتلې جنګي الوتکې اسیر کړی پیلوټ ابهي نندن هندي چارواکیو ته د تسلیمولو په خاطر د کلکو امنیتي تدابیر په لړ کې د راهګه سرحدي سیمې ته انتقال کړ.
د ویلو ده چې پاکستان لومړي وزیر عمران خان تیره ورځ د اسیر کړي هندي پیلوټ د خوشې کولو پریکړه وکړه.
نوموړی نن د کلکو امنیتي تدابیر لاندې د واهګه سرحدي سیمې ته راوړل شو.
هندي پیلوټ ابهي نندن د واهګه په پوله کې هندي چارواکیو ته وسپارل شو.
پاکستان د تیرې چارشنبې پر وړاندې هندي پیلوټ هله اسیر کړل چې الوتکه د ویشتل کیدو نه وروسته د پاکستان په خاوره کې ولویده.
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون وویل چې د هندي پیلوټ سره د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو په مطابق چلند شوی دی. د هغه درملنه شوې او هر ډول اړتیا يي پوره شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تیره ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل چې هندي پیلوټ به خوشې او د جمعې پر ورځ به هندوستان ته وسپارل شي.
د هندي پیلوټ د هر کلي په خاطر په زرګونو تنه د واهګه په سرحدي سیمه کې راټول شوي وو.