پاکستان د هندي پیلوټ د خوشې کولو پریکړه وکړه
پاکستان ویلي دي چې هندي پیلوټ چې پرون د الوتکې د ویشتو نه وروسته نیول شوی وو سبا خوشې کوي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې هندي پیلوټ به سبا خوشې کړي.
هغه د ښه نیت د ښودو په خاطر د هندي پیلوټ د خوشې کولو پریکړه وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون هم ملت ته په خطاب کې په وینا کې د هندوستان په لومړي وزیر نریندرا مودي د مخامخو مذاکراتو غږ وکړ.
هغه وویل چې هیواد يي تل د هندوستان سره د ترهګرۍ او کشمیر په مسلې د خبرو لپاره چمتو دی.
هغه په هندوستان غږ وکړ چې راځئ چې خپلې موجودې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړو.
هغه د هندوستان په لومړي وزیر غږ وکړ که چیرې زمونږ ترمنځه جګړه پیل شي بیا به يي کنټرول زما او ستا د لاسه بهر شي. دا جګړه بیا نه زه او نه هم مودي کنټرولی شي.
د ویلو ده چې پاکستان پرون د هندوستان دوه جنګي الوتکې چې د پاکستان هوايي حریم ته ننوتې وې وویشتې او رانسکورې کړې. پاکستاني ځواکونو د یوې ویشتلې الوتکې پیلوټ چې د پاکستان په خاوره کې غورځیدلی وو ژوندی ونیو.
د پاکستان د پوځ ویاند هم نن خبري غونډې ته ویلي وو چې پاکستان نه غواړي د هند سره جګړه وکړي.
هغه ویلي وو چې جګړه هله پيلیږي چې سیاسي حل لارې ختمې شوې وي.