د پاکستان او هندوستان ترمنځه د رامنځته شوو وروستیو پيښو په اړه ټول جزیات

د پاکستان د پوځ ویاند  جنرال اصف غفور وویل چې  د هندوستان سره  د روان تاوتریخوالي  په مقابل کې مونږ په دوامداره توګه د مذاکراتو  او خبرو اترو لارې لټوو.

د پاکستان او هندوستان ترمنځه د رامنځته شوو وروستیو پيښو په اړه ټول جزیات

 

هغه وویل چې  جګړه  هله پیلیږي چې  سیاسي حل لارې  ختمې شوي وي. د پاکستان یواځنۍ موخه  د هندوستان سره په جګړه کې  نه ښکیلیدل دي.

د پاکستان د پوځ ویاند  دا څرګندونې  د بهرنیو خبریالانو سره  په غونډه وکړې. هغه  د تیرو دوو ورځو په دننه کې د هندوستان او پاکستان ترمنځه د رامنځته شوو پیښو او پرمختګونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

هغه وویل چې پاکستان  د فبروري په ۱۴ مه نیټه  رامنځته شوي  د پالواما د برید نه وروسته  څو ځلې په هندوستان د خبرو او مذاکراتو غږ کړی دی . یواځې لومړي وزیر عمران خان  د ترهګرۍ او کشمیر په مسئلې د خبرو کولو په خاطر   درې ځلې هندوستان بلنه ورکړې ده خو  له بده مرغه چې  کوم  مثبت ځواب يي ندی ترلاسه کړی.

جنرال غفور وویل چې  جګړه  هله پيلیږي چې  سیاسي حل لارې  نورې ختمې شوي وي. د پاکستان یواځنۍ موخه  د هند سره په جګړه کې نه دخیلیدل دي. هغه وویل چې ټوله نړۍ به ددې شاهدي وکړي چې پاکستان هر ګام  د سولې او ثبات په خاطر اوچتوي.

جنرال غفور  تیره ورځ د پاکستان لخوا د دوو هندي الوتکو  د ویشتو په اړه هم  معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د پالواما  د برید نه راپدیخوا د پاکستان هوايي حریم  څیړونکې ځواکونه په ګزمې بوخت ول. دې ځواکونو چې کله ولیدل چې  د هندوستان  جنګي الوتکې د پاکستان د لاهور او سیالکوټ ښارونو پر لورې  د حرکت  هوډ لري  سمدلاسه يي مداخله وکړه. پدې وخت کې  زمونږ  دویمه ډله جنګي الوتکې  اوچتې شوې  او د هندي الوتکو  مخنیوی وکړ. د دویمې ډلې الوتکو نه وروسته دریمه  ډله الوتکې هم  اوچتې شوې . پدې وخت کې  هندي جنګی الوتکو چې په هوا کې  د مانور په کولو سره  ۴ بمونه  ګوزار کړل. دا چې  هغوې زمونږ  هوايي حریم  باندې تیری وکړ  مونږ مجبور شو چې  هندوستان ته ددې تیري ځواب ورکړو. .

هغه وویل چې د پاکستان جنګي الوتکو  یوه ورځ  وروسته  پر هندوستان متقابل ځوابي برید وکړ.

هغه وویل چې مونږ  دا ځواب د خپلو هیوادونو مورال  او خپلو وسله والو ځواکونو  د پرستیژ  او مسئولیتونو په چوکاټ کې ورکړ. هغه  وویل چې لومړی مو  هدفونه وټاکل، وروسته  د ټاکل شوو هدفونو ترڅنګ  استوګن ځایونه  او یا عسکري  مراکز شتوالي په اړه  پوره  تحقیقات وکړ. خو کله چې په هر څه  مطمین شو چې  استوګن ځایونه او بل څه شتون نلري  د پاکستان د هوايي حریم نه مو  په هندي لوري  برید وکړ.

ددې په مقابل کې  یو ساعت وروسته د هندوستان جنګي الوتکې رااوچتې شوې  او د پاکستان لس کیلو متره  د پاکستان لورې ته راتیرې شوې. کله چې  هندي الوتکې پاکستان هوايي حریم ته راداخلې شوې  مونږ  هم  وویشتې او رانسکورې مو کړې.

هغه وویل چې  د ویشتل شوو هندي الوتکو نه یوه  د پاکستان د پولو په منځ کې او بله په جمو کشمیر کې  ولویده. د پاکستان لورې ته د غورځیدلي  الوتکې پیلوټ  پاکستان نیولی دی. هغه وویل چې د هندوستان  د غوښتنې په صورت کې حاضر یو چې  هندي پیلوټ  خوشې کړو.

لومړی باید هغوې  غوښتنه وکړي وروسته به مونږ  پدې خبره فکر وکړو. هغه وویل سره ددې چې  دا پیلوټ زمونږ  د هیوادوالو د وژلو په خاطر راغلی وو خو بیا هم  ورته  د خپلې کورنۍ سره  د خبرو  اجازه ورکوو.

غفور  د هندي الوتکو نه د ویشتل کیدو نه وروسته د هندوستان لخوا د پاکستان د جنګي الوتکې د ویشتو د ادعا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، هندوستان وايي چې  د پاکستان اف ۱۶ جنګي الوتکه يي ویشتې ده، زه پوښتنه کوم  چې چیرته  ده دا الوتکه؟ که چیرې  په واقعیت سره  يي ویشتي وي  ټولو ته  دې وښايي او خپله ادعا دې په اثبات ورسوي.

هغه  د هندوستان لخوا د جیش المحمد د تندلارې ډلې  د ۳۵۰ تنو جنګیالیو د وژلو د ادعا اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل ، د اسلام د دین په مطابق کله چې څوک ووژل شي  د هغه  جنازه کیږي او خښیږي. هندوستان ته مونږ ته ددې کسانو هدیره یا قبرونه وښايي. چیرته دي دا ۳۵۰ قبرونه او جنازې. هندوستان  لخوا د  ۳۵۰ تنه  وژل کیدل خو پر ځای پریږده  د چا یو څاڅکې وینه هم  نده تویه شوې. خه که چیرې  حقیقت ولري  ولې  لویدیځه نړۍ  د هندوستان نه  د ۳۵۰ تنو د وژلو  پوښتنه نکوي؟

ولې  لویدیځ مطبوعات پدې اړه  خبرونه نه نشروي. که چیرې  پاکستان  ۳۵۰ تنه وژلي وای  اوس به  په زرګونو خبرونه  نشر شوي وی.

هغه  لویدیځه نړۍ د هندوستان او پاکستان په مسله کې په دوه مخۍ  تورن کړ. هغه وویل چې لویدیځوال مطبوعات  غواړي چې د پاکستان  انځور خراب کړي.

هغه وویل  مونږ  نړۍوالې ټولنې نه غواړو چې مونږ ته  د لویدیځ په سترګو نه بلکې د ترکیې، ایران، چین، سرینلانکا  په سترګو وګورۍ. هغه وویل تاسې وګورۍ  د سپټمبر د ۱۱مې د پیښې په فاعلینونو کې یو تن  پاکستاني وګړي شتون نه درلود  خو له بده مرغه چې  لویدیځه نړۍ تل پاکستان  بل ډول  معرفي کوي.

هغه وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د لویدیځ سره  اوږه په اوږه مبارزه کړې ده . افغانستان ددې خبرې ښکاره مثال  دی.



اړوند خبرونه