هندوستان ته د اسلامي تشکیلاتو په غونډه کې میلمه په توګه د ګډون بلنې د پاکستان غبرګون پارولی

د پاکستان د پارلمان وکیلانو د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غونډې د بایکاټ کولو غوښتنه کړې

هندوستان ته د اسلامي تشکیلاتو په غونډه کې میلمه په توګه د ګډون بلنې د پاکستان غبرګون پارولی

د پاکستان په پارلمان کې  د واکمن  او مخالفو ګوندونو  یو زیات شمیر وکیلانو  د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نه  په متحده عربي اماراتو کې جوړیدونکې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غونډې  چې  د افتخاري میلمه په توګه هندوستان ته  بلنه ورکړ شوې  ده د بایکاټ کولو غوښتنه کړې ده .

د پاکستان  پارلمان  په دوبۍ کې جوړیدونکې  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو په غونډه کې  پاکستان ته د افتخاري میلمه په توګه  د بلنې ورکولو پر خلاف سخت غبرګون وښود.

د پاکستان د مخالفو ګوندونو په استازیتوب د مسلم لیګ نواز  د ګوند  مشر خواجه اصف ویلي دي چې  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو غونډې ته د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ته  چې هره ورځ په کشمیر کې بې ګناه انسانان په قتل رسوي  او د پلوامې د پيښې په بهانه  د پاکستان په خاوره  هوايي برید کوونکو  ته  د افتخاري میلمه په توګه بلنه ورکول  ستره اشتباه  ده.

هغه وویل چې پاکستان باید  نورو غړیو هیوادونو ته هم  دا ستره اشتباه  بیان کړي. همداشان  د پاکستان  پارلمان کې  د واکمن او مخالفو ګوندونو یو زیات شمیر وزیرانو بیا  د بهرنیو چارو وزیر قریشي نه ددې غونډې د بایکاټ کولو غوښتنه وکړه.

د هندوستان  د بهرنیو چارو وزارت  د تیرې خالي پر ورځ  ویلي وو چې  د بهرنیو چارو وزیره  سوشما سواراج د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو ۴۶ مې  غونډې ته  د افتخاري میلمنې  په توګه  بلل شوې ده .

د ویلو ده چې  د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو غونډه  د مارچ په لومړۍ نیټه  په دوبۍ کې  جوړیږي. دا غونډه به دوه ورځې دوام وکړي.



اړوند خبرونه