هندوستان  د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر هوايي بریدونه وکړل.

هند ویلي دي چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په پټنځایونو هوايي بریدونه کړي

هندوستان  د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر هوايي بریدونه وکړل.

 

د هندوستان  پوځ  ویلي دي چې تیره شپه په ځايي وخت  د درې نیمو بجو په شاوخوا کې  د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې  د ترهګرو په هدفونو  پراخه هوايي بریدونه کړي دي. هندي پوځ  پدې بریدونو کې د ګن شمیر  ترهګرو د وژلو ادعا کړې ده .

د بله پلوه  پاکستان بیا ویلي دي چې  هندي جنګي الوتکو چې  غوښتل  په ازاد کشمیر هوايي بریدونه وکړي  د ددوې  د پاکستان ځواکونو  د په وخت  مداخله  او عکس العمل ښودو له امله  تیښته  ته  مجبور شول.

د پاکستان د پوځ ویاند  جنرال اصف غفور  ویلي دي چې هندي جنګي الوتکو د ازاد کشمیر  د مظفرآباد سیمې ته د ننوتو  هوډ  درلود  چې د پاکستاني ځواکونو د وخت مداخلې او عکس العمل ښودو سره  تیښته  ته  مجبور شول.

هغه ویلي دي چې هندوستان  نن  یو ځل بیا  د کنټرول د کرښې د تړون نه  سرغړونه وکړه.

د پوځ ویاند  ویلي دي چې  هندي جنګي الوتکو  د تیښتې پر مهال  د بالاکوټ  په سیمه  بمونه غورځولي دي خو له نیکه  مرغه چې  هیچا ته پکې ځاني زیان  ندی اوښتی.

د یادولو وړ ده چې  د پاکستان  او هندوستان ترمنځه  خړې اړیکې  د فبروري په ۱۴ مه نيټه  په جمو کشمیر کې  د هندي ځواکونو په کتار د ځانمرګي برید  چې له امله يي ۴۴ تنو هندي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی  لا پسې خړې شوې. هندوستان  ددې برید مسئولیت پر پاکستان واچو او وویل چې پاکستان  پدې برید کې لاس لري.

پاکستان  د هند ټول تورونه رد او پر هندي ځواکونو يي برید وغنده.

د بله پلوه  د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر  شاه محمود قریشي وویل چې  هندوستان  نن  په ښکاره توګه  د پاکستان  په حریم  او ارضي تمامیت  تیری کړی دی. هغه ویلي دي چې لومړي وزیر عمران خان  د هندوستان د تیرې په اړه د بیړنۍ غونډې  د جوړولو پریکړه کړې ده .

هغه ویلي دي چې  د هندي ځواکونو لخوا د کنټرول د کرښې نه  سرغړونې  پاکستان ته  د ځان نه د مشروع دفاع حق ورکوي.

هغه ویلي دي چې د لومړی وزیر په مشرۍ پدې غونډه کې به  سیاسي  او پوځي  شخصیتونه ګډون وکړي.

د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر  د هندوستان لخوا  د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر  هوايي بریدونه په کلکو ټکو وغندل  او وویل چې پاکستان پوځ  د خپل هیواد نه د دفاع په خاطر  هر شیبه  پوره چمتوالی لري  . هند ته به ددې برید ځواب ورکړ شي.

 



اړوند خبرونه