د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپلې دندې استعفا وکړه.

جواد ظریف استعفا وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپلې دندې استعفا وکړه.

 

د بله پلوه  د ایران د ولسمشر  د دفتر رئیس  محمود واعظي بیا ویلي دي چې  د ولسمشر حسن روحاني لخوا د جواد ظریف  د استعفا د منلو اړوند  ادعاګانې حقیقت  نلري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر  محمد جواد  ظریف  خپله استعفا  د ټولنیزې مډیا له لارې اعلان کړه.

هغه  په خپور کړي  پيغام کې ویلي دي چې د ایران د عزیز او پیاوړي ملت  او مسئولینو نه  ډیره زیاته مننه کوم. د دندې د دوام  په خاطر د ناتوانۍ  او دندې په موده کې مې  د کمبودۍ له امله  د ټولو نه بښنه غواړم. سرلوړي  اوسئ.

هغه  د خپلې استعفا د لامل په اړه څه ندي ویلي. د ویلو  ده چې  جواد ظریف  د ۲۰۱۳ کال راهیسې  د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه  دنده  ترسره کوله.

هغه  د ایران او لویدیځو هیوادونو ترمنځه  د لاسلیک کړي  اټومي تړون  اصلي معمار او سر مرکچي وو.

د ویلو ده چې  محمد جواد  ظریف  د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځه  په ملګروملتونو سازمان کې د ایران د دایمې استازي په توګه دنده  ترسره کړې ده .

د بله پلوه  داسې ادعاګانې شتون لري چې  ظریف  ایران ته د سوریې د ولسمشر بشار اسد  د سفر په غبرګون کې  د خپلې دندې استعفا ورکړې ده .

ویل کیږي  ددې سفر په اړه  ظریف ته  معلومات  نه وو ورکړ شوي. سفر  هغه ته د معلوماتو ورکولو نه پرته  ترسره شوی دی.



اړوند خبرونه