په ایران کې د بې کیفیته شرابو سره ۷۳ تنه مسموم شوي دي

په ایران کې بې کیفیته شرابو په لسګونو تنه مسموم کړي

په ایران کې د بې کیفیته شرابو سره ۷۳ تنه مسموم شوي دي

د ایران  د ختیځ اذربایجان د ولایت اړوند  د اهر په ښار کې بې کیفیته او زهرجنو شرابو له امله ۷۳ تنه مسموم شوي  دي.

د ایران د رسمي خبري آژانس  ایرنا د اهر ښار د باقرالعلوم  د روغتون د سرطبیب حجتپور فتحي  ویلي دي چې  د بې کیفیته او زهرجنو شرابو  له امله ۷۳ تنه  مسموم شوي دي چې  د ۳ تنو روغتیايي حالت ډیر زیات خراب  دی.

هغه وویل چې مسموم شوي  کسان  د ۱۹ او ۵۰ کلونو  ترمنځه د عمر خاوندان دي.

سره ددې چې په ایران کې د شرابو تولید، پیر پلور او څښل  منع  دي  خو  بیا هم  په ځینو کورونو او ځایونو کې په پټه  تولیدیږي.

د ایران د جزا د قانون له مخې  د شرابو تولیدونکو، اخیستونکو، پلورونکو  او څښوونکو ته د ۶ میاشتو نه تر یو کال بند  او ۸۰ درو  پورې  جزا ورکول کیږي .  



اړوند خبرونه