د ایران د ولسمشر ورور په اداري فساد او بډو تورن شوی
د ایران د ولسمشر حسن روحاني ورور حسین فریدون د اداري فساد او بډو په تور د قاضي حضور ته حاضر کړی شو.
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې د ایران د ولسمشر حسن روحاني ورور چې یوه موده د هغه د سلاکار په توګه هم کار کړی وو د څلورو تنو نورو سره د اداري فساد او بډو په تور محکمې ته حاضر شو.
د ویلو ده چې د ایران د ولسمشر روحاني ورور فریدون په ۲۰۱۷ کال کې د اداري فساد او بډو په تور زنداني شوی وو چې وروسته د ضمانت سره خوشې شوی وو.
د ایران پخوانی ډیپلوماټ حسین فریدون د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۷ کلونو ترمنځه په کوالالمپور کې د ایران د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده .
نوموړی په هیواد کې د مخالفو ډلو لخوا په اداري فساد، بډو او په یو بانک د رئیس په ټاکنه کې په مداخلې کولو تورن کړی دی.
د روحاني پلوي ډلې بیا دا تورونه او ادعاګانې ټول سیاسي او بې بڼسټه بولي.
د ویلو ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني په ۱۹۷۹ میلادي کال کې خپل تخلص د فریدون نه په روحاني بدل کړ.