د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د دیرې اسماعیل خان په سیمه کې پر پولیسو خونړی برید شوی دی.
په دیرې اسماعیل خان کې پر پولیسو خونړی برید شوی
1143334
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې د دیرې اسماعیل خان د پروا ټهانې په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا د پولیسو پر موټر خونړی برید وشو.
پدې پیښه کې ۴ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي په برید کې د موټر چلوونکی ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړی وو او د پولیسو افسر په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي وو.
ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال شول چې په روغتون کې ساه ورکړه.
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د دوو تنو موټرسایکل سپرو لخوا شوی دی. ویل کیږي برید کوونکي پداسې چټکۍ سره دا برید کړی چې پولیسو د ځوابي ډزو فرصت هم ندی موندلی.
برید کوونکي د برید نه وروسته د پيښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي.
د برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه د پلتنې عملیات پیل شوي دي.
د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي.