د ایران حکومت  تیر کال  نږدې ۶۷ زره تنه دولتي مامورین له دندو  ویستي دي.

په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله په لسګونو زره تنه مامورین له دندو ګوښه شوي دي

1131578
د ایران حکومت  تیر کال  نږدې ۶۷ زره تنه دولتي مامورین له دندو  ویستي دي.

 

د ایران د ایسنا خبري اژانس  د خبر له مخې  په ایران کې د تصرف  د تدابیرو په چوکاټ کې  په یو کال کې  ۶۶ زره ۷۴۰ تنه دولتي مامورین  له دندو  ویستل شوي دي.

په ایران کې د پوهنې د وزارت په ګډون ۱۴ وزارت خانو  د شپږم انکشافي پروګرام په چوکاټ کې  په لسګونو زره تنه  مامورین  له دندو ګوښه کړي دي.

په خبر کې راغلي دي چې په ایران کې تر ټولو زیات  د پوهنې وزارت خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

د پوهنې وزارت  ۳۵ زره تنه  مامورین  له دندو شړلي دي. په خبر کې راغلي دي چې  پاتو وزارت خانو هم  د پوهنې د وزارت لار تعقیب کړې  او ځینې يي  پدې برخه کې ګام اوچتولو ته  تیاری نیسي.

ایسنا  دا ندي ویلي دي چې  دا  دولتي مامورین  په کوم اساس  او بهانه  له دندو شړل شوي دي.

ایران چې  اقتصاد يي  د نفتو په صادراتو ولاړ  دی  د امریکا لخوا پرې  د اقتصادي بندیزونو د لګیدو سره  دا هیواد د ډیرو سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی. همداشان  په ایران کې  د بندیزونو له امله  د خصوصي سکتور  او تولیداتو د ضعیفیدو سره  یو زیات شمیر کسانو خپلې دندې د لاسه ورکړي دي.

په دولتي اداراتو کې هم  د مامورینو شړولو بهیر  پیل شوی دی.



اړوند خبرونه