ایران د ټرمپ څرګندونو او ادعاګانې رد کړې

ایران  د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغه څرګندونې چې ایران ته په اشارې سره ویلي دي ( زمونږ سره  د مذاکراتو د پيلولو غوښتنه کوي ) په کلکه توګه رد کړې.

1120635
ایران د ټرمپ څرګندونو او ادعاګانې رد کړې

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام  قاسمي  امریکا د ایران سره  د لاسلیک کړي اټومي تړون نه د جلا کیدو نه وروسته  ایران  نوو مذاکراتو ته  د کینولو په خاطر  هر ډول  فشارونو ته دوام ورکوي. خو ایران  د امریکا سره  یو ځل بیا مذاکراتو ته تیار ندی.

هغه وویل چې  ټرمپ  پدې ښه پوهیږي چې امریکا  د کلونو کلونو راهیسې د امریکا فشارونو ته  هیڅکله هم غاړه ندی ایښې او نه به يي هم  کله کیږدي. ټرمپ پدې ښه باید ځان پوه کړي چې د ایران خلک به هیڅکله هم  د چا فشارونو ته غاړه کینږدي.

هغه وویل  ټرمپ  ایران ته په اشارې سره ویلي دي چې  زمونږ سره  مذاکراتو ته تیاری ښودلی دی. ایران پدې اړه هر  ډول ادعا په کلکه توګه ردوي او د امریکا سره  دویم ځل لپاره مذاکرات نکوي.

د بله پلوه  د یران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني  په پلازمینه تهران کې جوړ شوي  د لویدیځې اسیا په نړۍوال امنیتي کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې ویلي دي چې  امریکا دوه ځلې ورته  د مذاکراتو په خاطر  پيغام رالیږلی دی.

شمخاني وویل چې  دا پیغامونه ورته  تیره اونۍ د افغانستان نه  د لیدنې پر مهال  رالیږل شوي دي. خو مونږ  د پیغام په ځواب کې وویل چې ایران  دا ډول کومه غوښتنه نلري.

هغه وویل چې ایران  هیڅکله هم امریکا ته د مذاکراتو په خاطر  کوم پیغام ندی لیږلی . هغه وویل چې د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما  لخوا پر ایران لګول شوي بندیزونه ناکام شول. دا چې  امریکا د ایران په مقابل کې د عسکري ګام اوچتولو طاقت او توان نه درلود  مذارکراتو ته يي مخه ونکړه.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  پر ایران د لګول شوو بندیزونو د اغیزو او نتیجې په اړه  پرون په سپینه ماڼۍ کې  خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

ټرمپ  ویلي وو چې پر ایران لګیدولو بندیزونو  ډیره ښه نتیجه ورکړې  او د نوموړي هیواد حالات  ښه ندي. مونږ  سره يي مذاکراتو  ته تیاری ښودلی دی.  



اړوند خبرونه