په کشمیر کې د هندي سرتیرو په برید کې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول.
هندي ځواکونو یو ځل بیا په ملکي وګړي ووژل
1118655
په کشمیر کې د هندي سرتیرو په برید کې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول.
د د مقبوضه کشمیر د ځايي رسنیو د خبر له مخې هندي ځواکونو د ترال په سیمه کې په ډزو کې ۴ تنه ملکي وګړي وژلي او ګن شمیر نور يي ټپیان کړي دي.
هندي ځواکونو په د پلټنو د عملیات په بهانه سیمه کلابنده کړې وه.
د بله پلوه د ترال په سیمه کې د هندي سرتیرو لخوا د ۴ تنو ځوانانو د وژلو نه وروسته خلکو په مظاهرو او لاریونو لاس پورې کړ.
هندي ځواکونو مظاهره کوونکو پر خلاف هم د ډیر شدت او زورزیاتي نه کار اخیستی دی چې په ترڅ کې ګن شمیر مظاهره کوونکي ټپيان شوي دي.
هندي ځواکونو د مظاهرو نه وروسته په سیمه کې باندې انټرنټ پرې کړی دی.
هندي ځواکونو د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې په کشمیر کې په بریدونو کې ۳۷۵ تنه کشمیریان وژلي دي.